کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني له افغانستان سره پنځوس میلیونه یورو نغدي مرسته وکړه

15 سرطان 1401 ساعت 14:29

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جرمني په خپلو تازه بشري مرستو کې له افغانستان سره پنځوس میلیونه یورو مرسته کړې ده. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې آلمان له افغانستان سره د بشري مرستو دوهم ستر مرستندوی هیواد دی.


آوا، د اوچا په وینا آلمان هم له افغانستان سره تر ۲۰۲۳ کال پورې د پنځه میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن چهارشنبه (سرطان ۱۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې المان د افغانستان د بشري مرستو دوهم ستر مرستندوی هېواد دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې ۱۵۲،۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
 
په افغانستان کې وچکالۍ او سیاسي تحولات په هېواد کې د فقر او بېکارۍ د پراخېدو لامل شوي دي.
 
د شمېرو له مخې د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 255352

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255352/جرمني-له-افغانستان-سره-پنځوس-میلیونه-یورو-نغدي-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com