دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 255361
په غزني کې سېلاب د کرنيزو ځمکو د ويجاړولو لامل شو
د غزني سیمه ییزو سرچینو ویلي، د دغه ولایت د ناور ولسوالۍ په «ور کلاخ» سیمه کې سخت سیلابونه د کرنیزو ځمکو د تخریب او د سیمې د اوسېدونکو د څارویو د وژل کېدو لامل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د غزني د سیمې اوسیدونکي وايي چې پرون سه شنبه (سرطان ۱۴)  د سخت باران له امله سخت سیلاب راغلی دی.
 
سرچينې زياته کړې، چې د سېلاب په پايله کې د "ور کلاخ" سيمې کروندې ويجاړې شوې او نږدې دوه سوه پسونه او ٣٠ څاروي له منځه تللي دي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د استوګنې ٦٠ کورونه او ٣٠ د کرنيزو اوبو څاګانې ويجاړې شوې دي.
 
رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه احصایې نه دي خپاره کړي.
 
عامه سرچينې وايي، دغه سېلاب چې په تېرو پنځلسو کلونو کې بې سارې و، د "ور کلاخ" سيمې اوسېدونکي يې حيران کړي دي.
 
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو او تیزو بادونو د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د دوو اوونيو سېلابونو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سخت زيانونه اړولي دي.
 
دوه اونۍ وړاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال اعلان وکړ، چې په ۸ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۰ تنه وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي، ۵۰۰ د استوګنې کورونه او لسګونه کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، د ۳۵۰۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له منځه تللي او د ۱۰۰۰ څاروی هم له منځه تللي دي.
 
https://avapress.com/vdch-mniz23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته