دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 255384
بیلاروس: د لویدیځ د پوځي اقداماتو په صورت کې، موږ به په پولنډ برید وکړو
بیلاروس اعلان وکړ چې په پولنډ به برید وکړي که لویدیځ پارونکي اقدامات وکړي.
افغان غږ خبری آژانس، د بیلاروس پوځ اعلان کړی چې که لویدیځ د دغه هیواد پر ضد خپلو پارونکو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي، پر پولنډ به برید وکړي.

دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې بیلاروس په وروستیو ورځو کې د اوکراین له خوا پر خپله خاوره د توغندیو ناکامه حمله اعلان کړه.
 
د بیلاروس د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال روسلان کاسیګین وویل: امریکا او د هغې اروپایی متحدین له بیلاروس او روسیې سره مستقیمې وسله والې جګړې ته تیاری نیسي. د لوېديځ پارونکي عملونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
 
د بیلاروس دغه جګپوړي پوځي چارواکي د لویدیځو هیوادونو د اهدافو په بیانولو سره وویل: د امریکا او د هغې د متحدینو هدف روښانه دی، هغوی په ټولو سیاسي، پوځي، اقتصادي او استخباراتي ډګرونو کښې د پارونکو اقداماتو په لټه کې دي. همدارنګه، دوی هڅه کوي چې په بیلاروس کې د حکومت په بدلولو سره خپلو فکرونو ته نږدې حکومت رامینځته کړي.
 
هغه زیاته کړه: لویدیځ هیوادونه له ۲۰۱۴ کال راهیسي په پرله پسې توګه اوکراین ته وسلې لیږدوي. دوی د هیواد پوځ ته روزنه ورکوي ترڅو د روسیې سره د مقابلې لپاره ځانګړي چمتو شي. له بده مرغه دوی د دې شاهدان دي چې په بالتیک هیوادونو او پولنډ کې د روسیې او بیلاروس ضد افکارو ته وده ورکول کیږي.
 
کیسلین لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې که دوی بیلاروس ازمايي نو مینسک به د متناسب نظامي ځواب ورکولو څخه ډډه ونه کړي.
 
https://avapress.com/vdcc4pqi02bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته