دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 255392
امریکا د خپلو غیر ناټو متحدینو له لیست څخه د افغانستان نوم لرې کړ
د امریکايي چارواکو په وینا دغه هېواد پلان لري چې د خپلو غیر ناټو متحدینو له ډلې څخه د افغانستان نوم لرې کړي.
افغان غږ خبری آژانس، د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۱۵ مه د دغه هېواد کانګرس ته په استول شوی لیک کې ویلی چې د « د ۱۹۶۱ کال د بهرنیو مرستو قانون ۵۱۷ برخه، لکه څنګه چې تعدیل شوی (22 USC 2321k)، زه خبرداری ورکوم چې زه د افغانستان نوم د غیر ناټو متحد په توګه لغوه کولو لپاره وړاندې کوم".
 
د امریکا غیر ناټو متحدین معمولا هغه هیوادونه دي چې په نظامي ډګر کې یې له امریکا سره نږدې همکاري کړې او کله کله په دغو هیوادونو کې د امریکا پوځي اډې شتون لري.
 
د ۲۰۱۲ کال په جولای کې امریکا افغانستان د خپل اصلي غیر ناټو متحد په توګه معرفي کړ.
 
دا په داسې حال کې ده چې د دوحې د تړون له لاسلیک او په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتله.
 
 
https://avapress.com/vdcb9sb55rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته