دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 255393
د افغانستان له پولې څخه د ازبکستان خاورې ته ۸ توغندي توغول شوي
د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، پرون ماښام (چهارشنبه د سرطان ١٥مه) د افغانستان څخه د ازبکستان پر خاوره اته توغندي توغول شوي، چې وروسته د دغه هېواد چورلکو په سرحدي سيمه کې الوتنې وکړې. د دې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا ډول تخریبي کړنې د هغو کسانو له خوا ترسره کېږي چې غواړي د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ستونزې رامنځته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په یوه ټویټ کې دغه پیښه تائید کړې او ویلی یې دی چې دښمن په تیرو لسو میاشتو کې نه دی توانیدلی چې کوم جدی ګواښ رامنځته کړی. او اوس داسې ناوړه کړنې تر سره کوي چې هیڅکله د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې نه کړي
 
د بلخي په وینا؛ ازبکستان له افغانستان سره ډېرې نږدې او دوستانه اړیکې لري. د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو وروستي سفرونه ښيي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې ګډې ګټې شته.
 
د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا، دا ډول تخريبي کړنې د هغو کسانو له ډلې دي، چې غواړي د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ستونزې رامنځته کړي.
 
د هغه په ​​وينا، امنيتي چارواکي د افغانستان د پولو امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
 
باید وویل شي، چې د روان کال د ثور په لومړۍ نېټه هم د افغانستان له پولو څخه د ازبکستان پر خاوره څو راکټونه توغول شوي وو، چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.
 
https://avapress.com/vdccopqi12bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته