دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 255448
د کرزي د اختر د مبارکۍ پیغام، ملي خبرې د هېواد له ستونزو څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده
د هېواد پخواني جمهور رئیس د لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې دې ته په اشارې سره چې خواخوږي او یووالی د ملت د بریا راز دی، ټینګار وکړ چې د ملي خبرو پیل یوازینۍ لار ده د هیواد د ټولو ستونزو څخه.
افغان غږ خبری آژانس، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون (جمعه د سرطان ۱۷مه) یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې یووالی او د تفاهم او خبرو له لارې د ملي مسایلو حل د ملت د بریا راز دی.
 
نوموړي په دغه پيغام کې د ملي اجماع پيل د هېواد له ټولو ستونزو څخه د وتلو يوازنۍ لاره وبلله او پر پيل يې ټينګار وکړ.
 
ښاغلي کرزي وویل: هیله لرم چې ژر تر ژره د خبرو اترو د پیل شاهدان واوسو، ترڅو وکولای شو خپل ګران هیواد د سولې او ثبات، پرمختګ او سرلوړۍ، د تفاهم، ملي وحدت او یووالي له لارې د تلپاتې سولې په لور بوځو.
 
هغه یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د هلکانو او نجونو د زده کړو د زمینې ترڅنګ دې ژر تر ژره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
 
https://avapress.com/vdcdok0xjyt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته