د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جاپان د پخواني لومړي وزیر شینزو آبه په وژنه د هغه هیواد له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هیواد د افغانستان له خلکو سره د پام وړ مرستې کړې دي.
اسلامي امارت د «شینزو آبه» وژنه غندلې ده
18 سرطان 1401 ساعت 12:04
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جاپان د پخواني لومړي وزیر شینزو آبه په وژنه د هغه هیواد له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هیواد د افغانستان له خلکو سره د پام وړ مرستې کړې دي.
آوا، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د شینزو آبه په وژنه د دغه هیواد له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګند کړل.
بلخي زياته کړه، د افغانستان خلک دغه پېښه د جاپان د خلکو لپاره يوه ستره غميزه ګڼي او له هغوى سره خپله خواخوږي څرګندوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، جاپان له افغانستان سره خپلې نږدې اړیکې ساتلې او د تېر په څېر یې د افغانستان له خلکو سره د پام وړ بشري مرستې کړې دي.
د جاپان پخوانی لومړی وزیر شینزو آبه په نارا ایالت کې د ټاکنیزو کمپاینونو د وینا پر مهال برید پر وشو او روغتون ته تر رسولو وروسته یې ساه ورکړه.
ویل کېږي چې برید کوونکی ۴۱ کلن سړی او د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پخوانی غړی و او د پېښې په ځای کې د امنیتي ځواکونو له خوا سمدستي ونیول شو.
باید وویل شي، چې شینزو آبه د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د جاپان لومړی وزیر او د جاپان د لیبرال ډیموکراټ ګوند مشر هم و.
د مطلب کود: 255459