دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 255517
اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ازبکستان سرمشریزې ته خوشبینه ده
د ازبکستان پلازمېنه د جولای پر ۲۵مه او ۲۶مه د یوې غونډې کوربه توب کوي چې د لږ تر لږه ۲۰ هېوادونو استازي به د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس، په دې غونډه کې به د نړیوالو سازمانونو غړي هم ګډون وکړي او د افغانستان استازیتوب به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي.
 
د افغانستان اسلامي امارت هیله من دی چې دغه ناسته به د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د افغانستان د حکومت او خلکو هیلو او غوښتنو ته به جدي پاملرنه وشي.
 
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل:«موږ هیله من یو چې په دې سرمشریزه کې به د افغانانو او هېواد اړتیاوې په پام کې ونیول شي او د هېواد د ستونزو د هواري پر لارو چارو به بحث وشي.
 
د تاشکند د غونډې موخه په هېواد کې د ثبات د ټينګښت او د اقتصادي بحران د هواري پر لارو چارو خبرې کول دي.
 
د سياسي چارو يو کارپوه وويل: "ازبکستان هڅه کوي چې افغانستان په سياست او اقتصاد دواړو کې پياوړى کړي. دغه هېواد پلان لري چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي ځکه ازبکستان نه غواړي افغانستان په یوه بې قانونه هېواد بدل نه شي چې د اسیا په ګټه نه وي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له لسو میاشتو څخه په زیاته موده کې د افغانستان په اړه ګڼو ګاونډیو، سیمې او نړۍ غونډې جوړې کړې، خو تر اوسه هیڅ هیواد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
 
https://avapress.com/vdca6mnu049nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته