کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې اوکراینیانو ته د تابعیت ورکولو زمینه برابره کړه

21 سرطان 1401 ساعت 9:12

د روسیې ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره اوکراینیانو ته د تابعیت ورکولو بهیر چټک کړ.


آوا، رسنیو ویلي دي چې د ولادیمیر پوتین موخه په جګړه ځپلي اوکراین کې د مسکو د نفوذ پراخول دي.
 
اوکرایني چارواکو تر اوسه د پوتین د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
 
پخوا یوازې د دونیتسک او لوهانسک د ختیځو سیمو اوسیدونکي او همدارنګه د زاپوریزیا او خرسون د سویلي سیمو اوسیدونکي، چې لویه برخه یې د روسیې تر کنټرول لاندې ده، د ګړندي تابعیت لپاره وړ وو.
 
له ۲۰۱۹ راهیسې، کله چې دا طریقه په لومړي ځل د دونیتسک او لوهانسک د اوسیدونکو لپاره معرفي شوه، تر دې کال پورې، د بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمو له ۷۲۰۰۰۰څخه زیاتو اوسیدونکو - شاوخوا ۱۸ سلنه نفوس - روسي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.
 


د مطلب کود: 255524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255524/روسیې-اوکراینیانو-ته-د-تابعیت-ورکولو-زمینه-برابره-کړه

آوا
  https://www.avapress.com