کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان په افغانستان کې د زلزلې له قربانیانو سره درې میلیونه ډالره مرسته وکړه

21 سرطان 1401 ساعت 12:14

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، جاپان د هېواد په جنوب ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره درې میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.


آوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن سه شنبه  (سرطان ۲۱) خبر ورکړ، چې جاپان دغه مرستې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې ځپلو ته ځانګړې کړې دي.
 
اوچا وويل، چې د جاپان دولت د سره صليب د نړيوال فدراسيون او د سرې مياشتې ټولنې په چوکاټ کې په خوست او پکتيکا کې له وروستيو زلزله ځپلو سره د روغتيايي خدمتونو، روغتيايي خدمتونو، سرپناه، اوبو او روغتيا ساتنې په برخو کې مرستې کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا زر تنه مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
 


د مطلب کود: 255547

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255547/جاپان-په-افغانستان-کې-د-زلزلې-له-قربانیانو-سره-درې-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com