دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 255598
د پوهنې وزارت د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو خبر ناسم وباله
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه د دغه وزارت هر ډول اعلان بې اساسه بللی او په ورته وخت کې یې ټولو هیوادوالو ته د متوازن تعلیمي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې اعلامیه رد کړې او ویلي یې دي چې د ټولو افغانانو لپاره د متوازن تعلیمي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو.
 
تېره ورځ (د سرطان ۲۱مه) دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یو شمېر غیر مسوولانه او بې کفایته کسان زموږ د ګرانو هېوادوالو د ذهنونو د مغشوشولو په موخه یو لړ افغان غږ خبری آژانسزې او دروغ خپروي، چې د افغانستان اسلامي امارت حیثیت ته زیان رسوي.
 
د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې:«یو ځل بیا د افغانستان شریفو خلکو ته خبر ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تعلیمي نظام د پیاوړتیا او د متوازنو زده کړو د زمینې په برابرولو کې خپلو ټولو ژمنو ته ادامه ورکوي.
 
د پوهنې وزارت له خلکو غوښتي چې د افواهاتو ته پام ونه کړي او یوازې د وزارت د ویب پاڼې له لارې د وزارت اعلاميي تعقیب کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ټولنیزو شبکو کې داسي خبر خپور شوي وو چې په کې ویل شوي وو «د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او ارشاد وزارتونه به د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو اعلان وکړي».
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي د هلکانو او نجونو د ټولګیو د جلا کیدو له امله تر اوسه پورې تړل شوي دي.
 
 
https://avapress.com/vdcjhie8ouqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته