دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 255639
د غزني د فوټبال لوبغالی بیا رغول کېږي
د هېواد د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د فوټبال له نړیوال فدراسیون (فیفا) سره په همغږۍ د غزني د فوټبال د لوبغالي د بیارغونې چارې پیل کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبغالی په وروستیو ورځو کې د سیلابونو له امله ویجاړ شوی دی.
 
د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر او د کارپوهانو ټیم پرون چهارشنبه  (سرطان ۲۲) غزني ته لاړ او د دغه ولایت د فوټبال د لوبغالي وضعیت یې وڅېړه.
 
د فوټبال فدراسیون وايي، د غزني د فوټبال لوبغالی سخت زیانمن شوی او بېلابېلې برخې یې زیانمنې شوې دي.
 
دغه فدراسیون وايي، هڅه کوي چې د فیفا په همغږۍ د غزني د فوټبال لوبغالي د مصنوعي واښو، جامو او نورو ځایونو د بیارغونې او ترمیم چارې د مسؤلینو او متخصصینو د کمېټې له مفصل راپور وروسته ترسره کړي.
 
ویل کیږي، چې د غزني د فوټبال لوبغالی په افغانستان کې د فیفا له خوا جوړ شویو پنځو لوبغالو کې یو دی. د دغه لوبغالي پر جوړولو ۸۵۰ زره ډالره لګښت راغلی.
 
https://avapress.com/vdcfmtd01w6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته