کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسرائیل له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کیدو په لور روان دی

23 سرطان 1401 ساعت 15:03

په امریکا کښې د صهیونیسټ رژیم سفیر وویل دغه رژیم له سعودی عربستان سره د اړیکو د عادي کولو په لور روان دی .


آوا، د صهیونیسټی نیواکګر رژیم پوځی راډیو په امریکا کښې د دغه رژیم د سفیر مایک هرزوګ له قوله اعلان وکړ: مونږ د اسرائیلو او سعودی عربستان ترمینځ د اړیکو د نورمالیدو په لور روان یو.
 
د صهیونیسټ رژيم دغه چارواکي زیاته کړه: دغه اقدام به له اماراتو سره د اړیکو د عادي کیدو په خلاف چې په یو وخت کښې شوی وو، تدریجي وي. مګر زه باور لرم چې موږ به سعودي عربستان ته د بایډن په سفر کې د هغې نښې وګورو.
 
بایډن پرون ماښام د امریکا د ولسمشر په توګه سیمې ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې تل آویو ته ورسید او له هغه وروسته به د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره د لیدنې او د فارس خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.
 
د امریکا ولسمشر صهیونیسټ رژیم ته په رسیدو سره وویل: دا زما ویاړ دی چې د خپلو ملګرو په مینځ کښې یهودي او خپلواکه اسرائیلو ته سفر کوم. له اسراییلو سره زموږ اړیکي د پخوا په پرتله پیاوړې او ژورې دي. "موږ به له اسرایلو سره په ګډه کار وکړو چې د اوسپنې ډوم په ګډون د دوی دفاعي سیسټم پیاوړی کړو."
 


د مطلب کود: 255667

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255667/اسرائیل-له-سعودي-عربستان-سره-د-اړیکو-عادي-کیدو-په-لور-روان-دی

آوا
  https://www.avapress.com