کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له بهر څخه د نظامي محصلینو د راستنیدو هرکلی کوي

25 سرطان 1401 ساعت 8:46

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له نظامي محصلینو وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي او د هغوی د تخصص په اساس به د هېواد په امنیتي او دفاعي ادارو کې په دندو وګمارل شي.


آو - کابل: عبدالنافع ټکور؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، له افغانستان څخه بهر پوځي محصلین د هېواد سرمایه ده.
 
هغه وويل: "په هند کې مېشت افغان سرتېري د افغانستان سرمايه ده، موږ هيله من يو، چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د هغوى د تخصص له مخې به په بېلابېلو امنيتي او دفاعي برخو کې ورڅخه کار واخلي."
 
خو په هند کې د افغانستان د سفارت چارواکي وايي چې په هند کې مېشتو پوځي محصلینو د امنیتي ګواښونو له امله هېواد ته د ستنېدو پرېکړه نه ده کړې.
 
تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم له هېواده بهر له پوځي محصلینو غوښتي وو چې هېواد ته دې ستانه شي.
 
په هند کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتو مسؤل عبدالحق خپلواک رسنیو ته وویل: دغه زده کوونکي خپل وطن ته له ستنېدو وېره لري، ځکه ډاډمن ندي چې راتلونکی یې څه دی.
 
په ورته وخت کې پوځي کارپوهان په دې باور دي چې له هند څخه د پوځیانو د راستنېدو لپاره باید پر سرپرست حکومت باور جوړ شي.
 


د مطلب کود: 255689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255689/اسلامي-امارت-له-بهر-څخه-د-نظامي-محصلینو-راستنیدو-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com