دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 255699
احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه
احمد ولي هوتک چې د افغانستان د ازادو سیالیو یو له مشهورو ورزشکارانو څخه دی، تېره شپه خپل روسي سیال ته د «MC Fight Night» په نوم د روسیې د ازادو سیالیو په لړ کې ماته ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: احمد ولي هوتک په دغو سیالیو کې چې د روسیې د کرانسودر په ښار کې ترسره شوه، وتوانید خپل سیال ته ماته ورکړي.
 
هوتک د افغانستان یو له مشهورو ازادو جنګیالیو او مډال ګټونکو څخه دی چې په خپل مسلک کې یې ډېرې بریاوې ترلاسه کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcb9sb59rhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته