دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 255736
د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ اقتصادي او پوځي تړونونه لاسلیک شول
دغه هېواد ته د جوبایډن د سفر پر مهال امریکا او سعودي عربستان د پوځي، انرژۍ، مخابراتو، فضا او روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې ۱۸ تړونونه لاسلیک کړل.
افغان غږ خبری آژانس، د سعودي دولتي ټلویزیون اعلان کړی، چې امریکا او سعودي عربستان دغه هېواد ته د جوبایډن د سفر پر مهال په بېلابېلو برخو کې د انرژۍ، مخابراتو، فضا او روغتیا ساتنې په ګډون ۱۸ تړونونه لاسلیک کړل.
 
د سعودي د رسمي خبري آژانس د راپور له مخې، په دغو تړونونو کې د امریکايي فضايي او دفاعي شرکتونو لکه «بوینګ» او «رایټون» او همدارنګه د روغتیايي خدمتونو له شرکتونو میډټرونیک، ډیجیټل تشخیص او IQVIA سره قراردادونه شامل دي.
 
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاکې انرژۍ، اټومي انرژۍ او د یورانیمو د پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
 
د فارس خلیج بډایه هیوادونه لکه سعودي عربستان او متحده عربي امارات د پاکې او نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې پانګونه کوي، خو په عین حال کې د نړۍ د انرژۍ د خوندیتوب لپاره د هایدرو کاربن انرژۍ د کارولو پر دوام ټینګار کوي.
 
جو بایډن؛ د امریکې ولسمشر پرون په بازار کښې د تیلو د عرضې د زیاتولو او په خپل هیواد کښې د تېلو د بیې د راټیټولو په هدف د تېلو د زیات تولید لپاره د ریاض د قناعت لپاره پرون سعودی عربستان ته ورسېد.
 
د ګازو د بیو زیاتوالی او په امریکا کې د ژوند لګښت د دې لامل شوی چې د بایډن شهرت په چټکۍ سره راټیټ شي.
 
په دې اړه، جیک سلیوان؛ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له خپل سفر مخکې اعتراف وکړ: جوبایډن به روانه اونۍ په سعودي عربستان کې د فارس خلیج د هیوادونو له مشرانو سره په کتنه کې د اوپیک د غړو هیوادونو له خوا د تیلو د بیې د راټیټولو په خاطر د تیلو د زیات تولید وړاندیز وکړي.
 
بایډن لویدیځې اسیا ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې و فلسطین، سعودي عربستان، لویدیځې غاړې او د فلسطین اشغال شویو سیمو کې ولاړل.
 
https://avapress.com/vdcdsk0x9yt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته