دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 255763
امریکا او سعودي عربستان په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر ملاتړ ټینګار وکړ
د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین، د نجونو د تعلیم او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: جو بایډن؛ د امریکا ولسمشر او محمد بن سلمان؛ په یوه ګډه اعلامیه کې د سعودي عربستان ولیعهد د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر ملاتړ، امنیت، له ترهګرو سره پر مبارزې، په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو په تامین او د نجونو په تعلیم ټینګار کړی دی.
 
 خبرپاڼه زیاتوي: د امریکا او سعودي عربستان مشرانو له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام، د افغانانو د اړتیاوو د پوره کول، د ښځو او نجونو د حقونو د تامین په ګډون د نجونو د تعلیم، د روغتیایی خدماتو د کچي لوړل او د ښځو لپاره د کار حق باندي ټینګار وکړ.
 
د امریکا او سعودي عربستان دا ګډه اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د واک له بیا پیلیدو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
 
باید وویل شي چې جو بایډن؛ د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د صهیونیسټي رژیم او سعودي عربستان له چارواکو سره وکتل.
 
https://avapress.com/vdcd9k0xsyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته