کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په ۲۰ کلیو کې د پاکو اوبو نشتوالی

26 سرطان 1401 ساعت 10:26

د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي او سيمه ييز چارواکي وايي، چې په ځينو سيمو کې د اوبو د کچې د ټيټوالي له امله د دې ولسوالۍ له شلو ډېر کلي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.


آوا - مزارشریف: چهاربولک ولسوالی د مزارشریف ښار لوېدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې او د بلخ-جوزجان لویې لارې ته څېرمه پرته ده. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي، د سړکونو او د اوبو د کانالونو له خرابوالي شکايت کوي.
 
د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره، د چهاربولک شاوخوا شل کلي د څښاک د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، د وچکالۍ تر څنګ د مرستندويه موسسو نه شتون هغه نورې ستونزې دي، چې دغه خلک يې تنګ کړي دي.
 
محمد نادر؛ د دې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى وايي، چې د يادو سيمو خلک د نورو اسانتياوو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، دي وايي: د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى يو له اساسي ننګونو څخه دى، چې ډېرى خلک ورسره لاس او ګرېوان دی.
 
سید عبدالوهاب؛ د چهاربولک د مرکز يو بل اوسېدونکى هم وايي: د دې ولسوالۍ د ټولو کليو د اوبو ډېرى کانالونه ويجاړ شوي او بايد ترمیم شي.
 
حسن؛ د چهاربولک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى هم په يادو سيمو کې د اوبو د کمښت لامل وروستۍ وچکالي بولي او وايي: په هغه کلي کې چې ٣٠٠ کورنۍ پکې ژوند کوي د اوبو يو حوض لري چې نيم متر اوبه لري.
 
په همدې حال کې اسدالله وفا؛ د چهاربولک ولسوال وايي، چې د دې ولسوالۍ زياتره سيمې تر اوبو لاندې دي، خو د چهاربولک ولسوال وايي: د چهاربولک ولسوالۍ څه باندې شل کلي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
 
چهاربولک ولسوالي ۱۲۰ کلي لري، چې د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په مالدارۍ او کرنه بوخت دي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ د غوش تپې د اوبو کانال، چې د آمو له سیند څخه سرچينه اخلي، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو له خوا په رسمي ډول پيل او د دې اوبو د تګ راتګ چارې پيل شوې چي د چهاربولک ولسوالۍ له سیمو تېرېږي.
 
په ځینو ولایتونو کې د سولري برق پواسطه د څاګانو څخه د اوبو تیستل د ځمکې لاندې اوبو کې ستونزې را ولاړې کړي او په ورته وخت کې د بلخ ولایت ځینې ولسوالۍ هم له دې ننګونې سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 255770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255770/د-بلخ-ولایت-چهاربولک-ولسوالۍ-په-۲۰-کلیو-کې-پاکو-اوبو-نشتوالی

آوا
  https://www.avapress.com