کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو د ملګرو ملتونو د استازي ټینګار

26 سرطان 1401 ساعت 15:21

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشر وايي، دغه سازمان په تېر کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي او د دغه بهیر د دوام لپاره باید حکومت د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لړۍ عملي کړي.


آوا: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشر مارکس پوتزل دغه څرګندونې نن (یکشنبه، د سرطان ۲۶) ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې وکړې.
 
پوتزل له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر دوام او د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.
 
ده وويل: موږ به د روغتيا، بيارغونې، کډوالو، پوهنې او بشري حقونو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو او د نجونو ښوونځي هم پرانستل شي؛ ځکه چې دا مسله د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه ده.
 
پوتزل زياته کړه، چې نړيوالې ټولنې د تېر حکومت پر مهال ډېرې مرستې کړې، خو سمه ګټه نه ده پورته شوې او په افغانستان کې ستونزې لا هم دوام لري.
 
په همدې حال کې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند وايي چې د خلکو ستونزې یې د ملګرو ملتونو له استازي سره شریکې کړي او هیله لري چې ورته رسیدګي وشي.
 
هغه وویل چې دوی د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ پریکړې ته په تمه دي.
 
ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي له میاشتو تړلو وروسته د روان لمریز کال په لومړۍ نېټه بېرته پرانستل شي. خو د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې د نجونو منځني او عالي ښوونځي به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي.
 
 


د مطلب کود: 255801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255801/د-نجونو-ښوونځیو-پر-بیا-پرانیستلو-ملګرو-ملتونو-استازي-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com