دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 255902
اسلامي امارت د کمال خان بند او بخش اباد بند د چارو د ارزونې او بشپړولو په موخه کمېټه وټاکله
د اسلامي امارت د چارو ادارې د مسؤلینو په وینا، په نیمروز او فراه ولایتونو کې د کمال خان او بخش اباد بندونو د پاتې کارونو د بیا کتنې او بشپړولو لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د سرپرست حکومت د چارو ریاست وايي، د کابینې په وروستۍ غونډه کې د نیمروز او د فراه په بخش اباد کې د کمال خان د اوبو بندونو د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره د یوې کمېټې د جوړولو پرېکړه وشوه.
 
ویل شوي، چې دغه بورډ مکلف دی، چې د دغو پروژو د سرته رسولو بهیر وارزوي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي مشري د انرژۍ او اوبو وزير ملا عبداللطيف منصور کوي.
 
د چارو ادارې ویلي دي چې د انرژۍ او اوبو وزیر شخصاً مکلف شوی چې د کمال خان او بخش اباد بندونو څخه لیدنه وکړي او د دغو بندونو د څرنګوالي په اړه مفصل راپور د کابینې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.
 
د کمال خان او بخش اباد بندونه په نیمروز او فراه ولایتونو کې پراته دي او له کلونو راهیسې یې د جوړېدو چارې روانې دي. که څه هم دغه بندونه د جمهوري ریاست پر مهال پرانستل شوي، خو ویل کېږي چې تر اوسه د دغو پروژو کار په اصولي توګه نه دی بشپړ شوی.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایراني چارواکو د اسلامي امارت له حکومت سره د هلمند په سمندر کې د دغه هېواد د حقونو د تامین په اړه چې د کمال خان بند د جوړېدو خبره کوي، خبرې کړې دي.
 
 
https://avapress.com/vdciuwarrt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته