دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 255947
اسلامي امارت: په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپور حقیقت نه لري
د اسلامي امارت ویاند په هیواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ د دفتر راپور د افغاني ټولنې د هدفي واقعیتونو خلاف بللی او هغه یې بې اساسه او پروپاګند وباله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد؛ د اسلامي امارت ویاند په یو لړ ټویټونو کې د یوناما په راپور نیوکه کړې او هغه یې د افغاني ټولنې له هدفي واقعیتونو سره په ټکر کې بللې ده.
 
یوناما په خپل راپور کې، چې نن خپور شو، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خلکو په خپلسري نیولو او وژلو اندېښنه ښودلې، خو مجاهد وايي، په هېواد کې هېڅ ډول خپلسري نیونې او وژنې ته اجازه نه ورکول کېږي.
 
مجاهد زياتوي، که څوک په خپلسري ډول وژنې او د خلکو په نيولو لاس پورې کړي، مجرم وګڼل شي او له قانوني چلند سره به مخ شي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ دفتر په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو تړل او همدارنګه په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې ده، خو د اسلامي امارت ویاند بې اساسه او پروپاګند بولي.
 
تر دې وړاندې یوناما په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو د اسلامي امارت له لوري تل د دغو څېړنو ادعاوې رد شوې دي.
 
https://avapress.com/vdchkmniq23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته