کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اقتصادي فعالان او خلک د افغانستان او ایران ترمنځ د ورېښمو د پُل د بیا پرانیستلو هرکلی وکړ

30 سرطان 1401 ساعت 12:12

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس په وينا، د ورېښمو د پله لاره له دوو اوونيو وروسته د اسلامي امارت او د ايران د اسلامي جمهوريت د مقاماتو ترمنځ د غونډو په تر سره کولو سره د مسافرو او ترانزيټي تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه. دا کار د اقتصادي فعالانو او هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوی او د هېواد جغرافيايي موقعيت ته په کتو يې دا د افغانستان په ګټه ګڼي.


آوا - کندهار: د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتی حبیب الله الهام نن آوا ته وویل: په دغه ولایت کې د اسلامی امارت د سیمه ییزو چارواکو په هڅو له دوه اونیو وروسته د ورېښمو لار پرانیستله.
 
هغه زیاته کړه، د پول د بیا پرانېستلو په موخه د اسلامي امارت او د ایران هېواد چارواکو د څو ناستو په ترڅ کې د دغه پل د بیا پرانېستلو پرېکړه وکړه، چې په دې سره به د افغانستان او ایران ترمنځ ښې اړیکې زیاتې شي.
 
دده په وینا؛ د ورېښمو د پله د لارې د بندېدو لامل د ايران د سرحدي ځواکونو ډزي پر هیوادوالو باندي وو، چې په دوو جلا پېښو کې د څلورو ماشومانو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوې وو.
 
یو افغان سوداګر حاجي محمد چې پلان لري ایران ته ولاړ شي، د ورېښمو د پل د پرانستلو لپاره د اسلامي امارت د سیمه ییزې ادارې له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.
 
هغه زیاته کړه چې د ورېښمو لار د سوداګرو د سوداګرۍ لپاره مهم رول لوبوي. ځکه له دې لارې له ایران سره په آسانۍ سوداګري کولای شئ.
 
د اقتصادي چارو یو کارپوه سید ولي آغا د ورېښمو د پول په بیا پرانېستلو د خوښۍ په څرګندولو سره آوا ته وویل: د ورېښمو لار یو له هغو لارو څخه دی چې د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د اسیا، اروپا او ځینو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ښه تاریخ لري.
 
هغه زیاته کړه: افغانستان له دې لارې څخه د سوداګریزو راکړو ورکړو او د بېلابېلو تمدنونو د شتون لپاره ګټه پورته کړې، چې اغېزې یې لا هم پاتې دي او د دې لارې بیا پرانیستل د افغانانو په ګټه دي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو پر پوله د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا ستونزې او سرحدي نښتې رامنځ ته شوې، چې له امله يې يو شمېر سرحدي کړکېچونه هم رامنځته شوي او د دغو ستونزو د هواري په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ درې دورې خبرې شوې دي.
 


د مطلب کود: 255975

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255975/اقتصادي-فعالان-او-خلک-د-افغانستان-ایران-ترمنځ-ورېښمو-پ-ل-بیا-پرانیستلو-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com