دخپریدو نیټه :شنبه ۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 256040
په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره اړین دی
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د سیمي ثبات د افغانستان سولې او ثبات ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس: حسن کاظمی قمی؛ د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي له بلاول بوټو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، کاظمي قمي همداراز یادونه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې د ایران لپاره خورا مهم دي او په افغانستان کې یې د پاکستان د «رغنده» رول ستاینه وکړه.
 
اعلامیه زیاتوي، په دې کتنه کې بوټو یو ځل بیا د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار وکړ او د کډوالو د مدیریت، سیمه ییز امنیت او اداري میکانیزمونو په ګډون یې د افغانستان په اړه د پاکستان او ایران ترمنځ نږدې همکاري مهمه وګڼله.
 
نوموړي په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت د تامین په موخه له اسلامي امارت سره د دوامداره رغنده تعامل او عملي همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdcc0eqix2bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته