کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې بشري مسایل له سیاسي مسایلو جلا کړي

2 اسد 1401 ساعت 10:59

داسلامي امارت دبهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي داروپا اتحاديې له کميشنر ارنوټ پاول سره په ليدنه کې ويلي دي چې نړۍ بايد بشري مسايل له سياسي مسايلو سره نه یوځاي کوي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر بشردوستانه همکاریو ټینګار وشو.
 
همدارنګه په دې کتنه کې متقي د اروپايي ټولنې استازي ارنوت پاول ته ډاډ ورکړ چې د دوی حکومت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان په دننه او بهر کې د بل هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش له بیا واک ته رسېدو اندېښمن دي او لا هم له القاعدې سره د اسلامي امارت د اړیکو پرې کېدو ډاډه نه دي، خو چارواکي وايي اسلامي امارت له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره هر ډول اړیکې ردوي.
 
 


د مطلب کود: 256065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256065/د-بهرنیو-چارو-وزارت-له-نړیوالې-ټولنې-وغوښتل-چې-بشري-مسایل-سیاسي-مسایلو-جلا-کړي

آوا
  https://www.avapress.com