دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 256124
مولوي عبدالسلام حنفي له سوداګرو وغوښتل چې د هېواد د انرژۍ او برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي
په دغه کتنه کې چې د لومړي وزیر د اداري مرستیال له لوري د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت له مسئولینو سره ترسره شوه، نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د هېواد د انرژۍ او برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت په دې برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي. دغه راز د دغې غونډې په ترڅ کې دغه ساختماني شرکت د ۱۵۱ میګاواټو په ظرفیت د کجکي د بریښنا د بند د جوړولو د بشپړیدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت ویاند نن دوشنبه (اسد ۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د ترکیې د ۷۷ ساختماني شرکت له مرستیال براق انسل سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د ترکیې د ۷۷ ساختماني شرکت مرستیال بارک انسل د دې خبرې په ټینګار سره چې د کجکي بند د پراختیا مسئولیت زموږ پر غاړه دی، وویل چې د دغه شرکت د پلان له مخې اوس د کجکي بند د تولید ظرفیت لوړ شوی دی او 151 میګاواټو ته ورسیدلي.
 
په دې غونډه کې مولوي عبدالسلام حنفي هم وویل چې د اسلامي امارت رهبري د هر ډول کورنیو او بهرنیو پانګونو په ځانګړي ډول د بریښنا د صنعت او د افغانستان د برښنا انرژۍ د پراختیا په برخو کې هرکلي کوي.
 
هغه وویل، د افغانستان د خلکو د جدي اړتیا او په هېواد کې د برېښنا د کمښت له امله، اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړي چې له بېلابېلو سرچینو لکه ډبرو، اوبو، باد او لمر څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
 
هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي.
 
په همدې حال کې افغانستان هر کال له ګاونډیو هېوادونو څخه د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا واردوي.
 
https://avapress.com/vdcf0vd0jw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته