کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نږدې راتلونکي کې د هېواد بازارونو ته د څو زره ټنو مایع ګازو د را رسیږي

3 اسد 1401 ساعت 14:28

په افغانستان کې د نفتي توکو د بیو له لوړېدو سره سم د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو له ترکمنستان سره د یوه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره د هېواد بازارونو ته د لسګونه زره ټنه مایع ګازو د را رسېدو او د بازار د کنټرول اعلان وکړ.


آوا: د اسلامي امارت د لومړي وزیر د اقتصادي سلاکار، د ملي سټنډرډ ادارې او د نفتو او ګازو دولتي شرکت په غونډه کې له ترکمنستان څخه د مایع ګازو د واردولو په اړه خبرې وشوې. .
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې د مایع ګازو واردونکې شرکتونه به ډیر ژر په زرګونو ټنه ګاز چې د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ له بندرونو را وارد شوي د هېواد بازارونو ته ولېږي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې بازار ته د دې اندازې ګاز په واردولو سره به د مایع ګازو بیه هم د پام وړ را ټيټه شي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت یادونه کړې، چې تمه ده لسګونه زره ټنه مایع ګاز به ډېر ژر له ترکمنستان څخه د افغانستان بندرونو ته ورسېږي.
 
په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز او ډیزل په ګډون د نفتي موادو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
 
په کابل ښار کې د يو کيلو مايع ګاز بيه ٨٠ افغانۍ او د يو لېتر ډېزل تېلو بيه ١٢٠ افغانيو ته رسېدلې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم ایران ته د مالیې وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک او د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې د یوه ګډ پلاوي د سفر په ترڅ کې ایران ته د نفتو او ګازو دولتي شرکت  تللی و. د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو د بیو د کنټرول او راټیټولو په موخه له دغه هېواد سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي توکو د پېرلو تړون لاسلیک شو.
 


د مطلب کود: 256130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256130/په-نږدې-راتلونکي-کې-د-هېواد-بازارونو-ته-څو-زره-ټنو-مایع-ګازو-رسیږي

آوا
  https://www.avapress.com