کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران: موږ په افغانستان کې د ثبات په تامین کې مرسته کوو

3 اسد 1401 ساعت 15:01

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي، د افغانستان مسئله د دغه هېواد په بهرني سیاست کې تر ټولو مهمه مسئله ده او ایران د یو مهم ګاونډي هېواد په توګه په افغانستان کې له ثبات سره مرسته کوي.


آوا - تهران: ناصر کنعانی؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن دوشنبه (اسد ۳) له خبریالانو سره په اونیزه غونډه کې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: افغانستان یو له مهمو هیوادونو څخه دی. موږ شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لرو او هر ډول بدلون چې پیښیږي د ایران لپاره مهم دی.
 
هغه زیاته کړه: موږ په دغه هېواد کې د پرمختګ، ثبات او امنیت په اړه حساس یو. هغه څه چې په افغانستان کې وشول، د دې هیواد د اشغال د اوږدو کلونو ترڅنګ، موږ د امریکا د حکومت د غیر مسوولانه وتلو شاهدان یو. د افغانستان د یوه مهم ګاونډي په توګه، د ایران هڅه دا ده چې د افغانستان له حکومت سره د رغنده تعامل او له ګاونډیانو سره د همکارۍ په چوکاټ کې په دغه هېواد کې د ثبات او سولې په راتګ کې مرسته وکړي. «موږ تر دې دمه ښې پایلې ترلاسه کړې دي».
 
کنعاني په دوام وويل: په دغه هېواد کې له ثبات سره د مرستې لپاره تر ټولو مهم چوکاټ د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه ده چې په دې برخه کې درې غونډې وشوې. بله غونډه به سبا، سه شنبه په تاشکند کې جوړه شي.
 
د ایران د ډیپلوماټیک نظام ویاند زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره دوه اړخیز بحثونه تنظیم کړو. د پولو امنیت، د اوبو مدیریت، ترانزیت، روغتیا او داسې نور مسایل له هغه اړخ سره چې په افغانستان کې رسمي مسئولیت لري، تعامل او خبرو ته اړتیا لري او د افغانستان له خلکو سره مرستې له همدې لارې ترسره کیږي.
 
د یادولو وړ ده چې که څه هم د سیمې او نړۍ ځینو هیوادونو له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي خو تر اوسه هیڅ هیواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
 


د مطلب کود: 256132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256132/ایران-موږ-په-افغانستان-کې-د-ثبات-تامین-مرسته-کوو

آوا
  https://www.avapress.com