دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 256134
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام په هېواد کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره دې ژر تر ژره اقدامات وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د خوراکی مرستو ادارې او د خوړو د خوندیتوب او له لوږې سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی بشری سازمان په توګه اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۹ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان ۳۴ ولایتونه د خوړو د خوندیتوب له جدي بحران سره مخ دي او میلیونونه ماشومان او امیندواره مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
 
په افغانستان کې له سیاسي بدلون او د اسلامي امارت له جوړېدو نږدې یو کال تېرېږي، خو لا هم په هېواد کې بې وزلي او بې روزګاري روانه ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې خلک د خوراکي توکو د بيو له پرله پسې زياتوالي څخه ستړي شوي او پر دې سربېره وچکالۍ، سيلابونو او زلزلو هم دغه ستونزې زياتې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcgw39xtak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته