د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل-جلال اباد لویه لار چې د سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د کابل – جلال اباد لویه لار پرانستل شوه
3 اسد 1401 ساعت 15:24
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل-جلال اباد لویه لار چې د سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
آوا: د ننګرهار د فواید عامې ریاست نن دوشنبه (اسد ۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست تخنیکي ټیم تېره شپه ۲ بجې د کابل – جلال اباد لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه.
دغه لويه لاره پرون يکشنبه، د اسد ٢مه له سېلاب وروسته د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
باید و ویل شي، چې پرون سېلابونو د جلال اباد – کابل لویې لارې ډېرې برخې ویجاړې کړې.
په ورته وخت کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې سېلابونو هېوادوالو ته ډېر زیانونه اړولي او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د مطلب کود: 256138