کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلال کریمي: د تاشکند غونډه له اسلامي امارت سره د نړۍ د ښه تعامل استازیتوب کوي

4 اسد 1401 ساعت 8:48

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي: د تاشکند غونډه ښيي چې اسلامي امارت د هیوادونو له ښه تعامل سره مخ دی.


آوا - د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي دي چې د تاشکند په غونډه کې د افغانستان د اسلامي  امارت ډیر ښه دریځ لري.
 
د اسلامي امارت په پلاوي کې د مالیې وزیر او د نورو برخو استازي هم شامل دي، نوموړي وویل چې دغه پلاوی به د دې غونډې له لارې د افغانستان هیلې او اړتیاوې نړیوالو ته ورسوي.
 
د ښاغلي کریمي په وینا، د تاشکند غونډه ښيي چې اسلامي امارت د هېوادونو له ښه تعامل سره مخ دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي، د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان په اړه په نړيوال كنفرانس كې د ګډون په موخه پرون د (اسد ۳) د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
 
ټاکل شوې چې دغه کنفرانس د افغانستان په اړه د درېیو ورځو لپاره جوړ شي.
 
همدارنګه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تاشکند غونډې ته افغان پلاوی چې مشري یې امیرخان متقي کوي؛ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پرون دوشنبه د (اسد ۳) له ولادیمیر نوروف سره؛ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.
 
تراوسه څرګنده نه ده چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر کومو مسایلو خبرې کړې.
 


د مطلب کود: 256148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256148/بلال-کریمي-د-تاشکند-غونډه-له-اسلامي-امارت-سره-نړۍ-ښه-تعامل-استازیتوب-کوي

آوا
  https://www.avapress.com