کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې سیلابونو یوه ښځه او د هغې پنځه ماشومان وژلي دي

6 اسد 1401 ساعت 10:43

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کندهار ولايت په ژړي ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو له امله يوه مېرمن او د هغې پنځه ماشومان مړه شوي دي.


آوا: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په شپه (اسد ۵) د ژړي ولسوالۍ په سنځري کلي کې د سختو بارانونو له امله د سیلابونه د یوه کور چت نړیدلی او یو تن یې وژلی دی.
 
د ژړي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي هم وويل چې د سېلاب له امله يو شمېر کسان ورک دي.
 
هغه زياته کړه، چې د سېلاب له امله د ژړي ولسوالۍ د ډېرو اوسېدونکو کورونه ويجاړ شوي دي.
 
د يادونې ده، چې تېره ورځ د کندهار ښار مرکز، د دغه ولايت د ژړۍ ولسوالۍ، شاوليکوټ، ميوند، ارغنداب او يو شمېر نورې سيمې د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهد وو.
 
د کندهار له مرکز څخه هم د سېلاب له امله د یوې کورنۍ د څلورو غړو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
 
د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې له سختو بارانونو او سېلابونو وروسته د پراخو مالي زیانونو ترڅنګ خلکو ته ځاني زیانونه هم اوښتي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د هېواد په پنځلسو ولايتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 256268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256268/په-کندهار-کې-سیلابونو-یوه-ښځه-او-د-هغې-پنځه-ماشومان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com