دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 256284
ملګري ملتونه د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې به ۱۱ زره زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېرې میاشتې زلزلې ځپلو ۱۱ زره کسانو ته به نوي کورونه جوړ کړي.
 
دغه سازمان ویلي دي چې د دغو کسانو لپاره یې موقتي سرپناه جوړه کړې ده.
 
د UNHCR د کډوالو د چارو یوه چارواکي تاکاشیما یومیلکو وویل، دوی په پام کې لري چې دغو ټولو ۱۱۰۰۰ کسانو ته نوي کورونه جوړ کړي.
 
زه باید ووایم؛ په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د روان کال د سرطان میاشتې د لومړۍ نیټې د سهار د یوې خونړۍ زلزلې په پایله کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شول.
 
https://avapress.com/vdcc4eqi02bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته