دخپریدو نیټه :شنبه ۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 256315
په افغانستان کې جنګي جرمونه؛ یوه ۱۶ کلنه دوسیه چې لا نه ده خلاصه شوې
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیانو تر اوسه په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنو د بیا پیل په اړه پرېکړه نه ده کړې. په همدې حال کې د دې محکمې له پرېکړې ۱۶ کاله تېرېږي چې په افغانستان کې د امریکايي اشغال لاندې جنګي جنایتونه وڅېړل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په وینا، په افغانستان کې د جنګي جنایاتو د دوسیو نه پیل کیدل په دې معنی دي چې دغه محکمه د خپلو څیړنو له پیل څخه ۱۶ کاله وروسته لا هم له ابتدایي څیړنو څخه نه ده وتلې.
 
دا په داسې حال کې ده چې لس میاشتې وړاندې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالۍ له دغې محکمې غوښتي وو چې د افغانستان په اړه خپل کار چټک کړي.
 
داسې ښکاري چې قاضیان په دې غور کوي چې اوس څوک د افغانستان استازیتوب کوي ترڅو پریکړه وکړي چې ایا د پخوانۍ ادارې غوښتنه چې د تحقیقاتو ځنډول لاهم دوام لري.
 
په ۱۴۰۰ کال کې د جرمونو نړیوالې محکمې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان رسمي استازی معرفي کړي. د دې محکمې قاضیانو تېر کال ویلي وو، تر څو چې د افغانستان رسمي استازی نه وي ټاکل شوی، په دغه هېواد کې د جنګي جرمونو د څېړلو د بیا پیل په اړه پرېکړه نه شي کولای.
 
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ اوس هم د حکومت د استازي په غاړه ده او "اسلامي امارت" د دغه سازمان له خوا د رسمي پېژندنې د نشتوالي له امله دغه څوکۍ نشي ساتلی.
 
تر دې مخکې دغې محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنه کړې وه. خو په هغه وخت کې امريکا چې ځواکونه يې په افغانستان کې په پراخو جنګي جرمونو تورن وو، د دې محکمې د څارنوالانو په ګواښلو او بنديزونو سره يې دغه بهير ته د پاى ټکى کېښود.
 
https://avapress.com/vdchz-nim23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته