افغان غږ خبری آژانس، محمد اصف وزیري؛ د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دا پېښه د شنبې په ورځ (د اسد ۸مه) مازدیګر ۴:۲۰ بجې د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ او مزارشریف پر لویه لاره رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
وزيري زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د حاجيانو يو موټر چې له حج څخه د سرپل ولايت پر لور روان و، د ګوسفندي ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوه تونس موټر سره ټکر وکړ.
په همدې حال کې معراج الدین فاروقي؛ په مزارشريف كې د ابو علي سينا د حوزوي روغتون سرطبيب
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د مزارشريف- شولګره په لويه لار د ترافيكي پېښې له كبله ۱۱ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې ٥ ښځې، څلور ماشومان او دوه نارينه دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حاجيانو له راستنېدو او پر سړکونو د ترافيکي ګڼې ګوڼې په ډېرېدو سره په دې وروستيو ورځو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
سید پیرآغا؛ د اسلامي امارت د چټک غبرګون قطعې قومندان هم په غزني ولایت کې له حج څخه د راستنیدو پر مهال په ترافیکي پیښه کې شهید شو.