دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 256373
د غزني له سیلاب ځپلو سره نغدي او غیرې نغدي مرسته وشوه
د دولت وزارت په وروستیو ورځو کې په غزني ولایت کې له سیلاب ځپلو سره نغدي او خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل.
افغان غږ خبری آژانس: د طبیعي پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر مولوي شرف الدین مسلم غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو له وارثینو سره سل زره افغانۍ نغدي او د دغه طبیعي پیښو د قربانیانو په منځ کې مرسته وکړه.
 
د راپورونو له مخې په غزني او په ځانګړي ډول په ده يک ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو له امله د اسلامي امارت لس تنه غړي هم وژل شوي دي.
 
په غزني، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ستر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو خبر ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcbz0b5frhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته