دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 256377
د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشي شول
په پاکستان کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، د دغه هېواد ۲۵۰ اتباع چې په ناقانونه توګه یې پاکستان ته د تګ پلان درلود او په بلوچستان ایالت کې نیول شوي وو، په کویټه کې د افغانستان د کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: تېره شپه (اسد ۸) د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې په بلوچستان ایالت کې ۲۵۰ افغانان چې په دې وروستیو کې د پاکستانیانو له خوا نیول شوي وو، پرون له بنده خوشې شول.
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه اتباع د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کې د ناقانونه تګ راتګ په تور نيول شوي دي.
 
خبرځاى زياته کړه: دغه بنديان په کوېټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هلو ځلو په نتيجه کې خوشې شوي دي. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي چې په نيول شويو کسانو کې ناوې او زوم هم شامل وو چې له بلوچستان څخه پېښور ته روان وو.
 
د دغې خبرپاڼې له مخې ناوې او زوم د واده په شپه د "ژوب" په مرکزي زندان کې بندیان شوي وو.
 
بل خوا په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، دغه افغان وګړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په همکارۍ او د "ژوب" سیمې د وکیلانو په هڅو خوشي شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfevd0ew6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته