په کابل ولایت کې د اسلامي امارت د امنیتي چارواکو په وینا، د دغه ولایت د وزیر اکبرخان په پنځلسمه ناحیه کې یوه راکټ ویشتل شوي، چې له نیکه مرغه چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د چارواکو په وینا د دغې پېښې د عاملینو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
په وزیر اکبر خان راکټي برید / د برید کوونکو لټون روان دی
9 اسد 1401 ساعت 11:58
په کابل ولایت کې د اسلامي امارت د امنیتي چارواکو په وینا، د دغه ولایت د وزیر اکبرخان په پنځلسمه ناحیه کې یوه راکټ ویشتل شوي، چې له نیکه مرغه چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د چارواکو په وینا د دغې پېښې د عاملینو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
آوا: د کابل ښار د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د وزیر اکبرخان د ۱۵مې سړک ته څېرمه پر یوه تش کور راکټ لګېدلی دی.
ده وويل چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.
د دغه راکټ د لګېدو ځای نه دی څرګند.
نن سهار (یکشنبه، د اسد ۹مه) په کابل کې لږ تر لږه د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د مطلب کود: 256382