دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 256383
د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې په افغانستان کې د سیلابونو له امله ۱۲۰ تنه مړه شوي دي
د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت ویلي دي چې په تیرو څو اونیو کې په هیواد کې د سیلابونو له امله ۱۲۰ تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: مولوی شرف الدین مسلم؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست د اسد په ۸ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۰ تنه وژل شوي او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې وروستيو سېلابونو څه باندې درې زره او ١٩ کورونه ويجاړ کړي او د زرګونو څارويو د زيانمنېدو لامل هم شوى دى.
 
مسلم له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د سېلاب ځپلو د لومړنيو اړتياوو په پوره کولو کې همکاري وکړي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست هم په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې د چارو د تنظیم او له هغوی سره د چلند لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو اعلان کړی دی.
 
د مسلم په وينا، د وروستيو شمېرو پر بنسټ، د پکتيکا او خوست ولايتونو په څلورو ولسواليو کې د وروستۍ زلزلې له امله ١٦٦٠ کسان وژل شوي او ٣١٠٠ نور ټپيان شوي دي.
 
داسلامی امارت دغه چارواکی زیاته کړه چې دغې زلزلې څه دپاسه ۱۷ زره کورونه ویجاړ کړی دی .
 
ده په ورته وخت کې وویل چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستیو زلزله ځپلو خلکو لومړنۍ اړتیاوې ۹۰ سلنه پوره شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه مياشت کې د هېواد په ګڼو سيمو کې د سېلابونو او زلزلې په ګډون ګڼ شمېر طبيعي پېښې رامنځته شوې، چې له امله يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
 
https://avapress.com/vdcc4eqi12bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته