دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 256385
په زابل کې ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول
د زابل ولايت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د باختر خبری آژانس خبر راکړ چې د زابل ولايت د نورک په سيمه کې نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ووژل شول.
 
د دغه رپوټ له مخې دغه پېښه د يوه سراچه ډوله موټر له يوه ټېلر سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
 
تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر لویو لارو د ترافيکي پېښو پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، د سړکونو تنګي او خرابوالي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل کېږي، چې له امله يې وخت ناوخت مسافرو ته مرګ ژوبله اوړي. په دې وروستيو ورځو کې په باميان، بلخ او غزني ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله تر ٢٠ زيات کسان مړه او ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcevp8wnjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته