دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 256386
چین په بامیان کې د حاجی ګک کان د استخراج لپاره د بریښنا یوه دستګاه جوړوي
یوې چینایي کمپنۍ اعلان کړی چې د بامیان ولایت د «حاجي ګک» د اوسپنې کان د استخراج لپاره به د کهمرد ولسوالۍ په کلیج سیمه کې د برېښنا د تولید فابریکه جوړه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د چین هیواد یو باصلاحیته پلاوی او د بامیان ولایت د اسلامی امارت سیمه ایزو چارواکو د شنبې په ورځ د چهار شنبی په ورځ د کهمرد ولسوالۍ د کلیج سیمې څخه لیدنه وکړه او د چین د ولسی حکومت چارواکو ورسره هوکړه وکړه. په بامیان ولایت کې د حرارتي برښنا د یوې لویې فابریکې د جوړولو هدف د حاجي ګک د اوسپنې د کان د استخراج موخه اعلان کړه.
 
دغه چينايي پلاوي له مولوي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې؛ د باميانو والي د حاجي ګک د اوسپنې کان اقتصادي اهميت ته په اشارې سره وويل، چې د دغه کان د استخراج په موخه يې په کهمرد ولسوالۍ کې د برېښنا د توليد د يوه فابريکې د جوړېدو په اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.
 
د بامیان د والي په وینا، دغه لوړ پوړی پلاوی به د اسلامي امارت له حکومت سره په همغږۍ په کهمرد ولسوالۍ کې د «کلیچ» د ډبرو سکرو کان معاینه کړي.
 
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر د چین د حکومت د پلاوي په حواله ویلي چې د حاجي ګک د اوسپنې د لوی کان د استخراج او د بامیانو په کیلچ سیمه کې د برېښنا د تولید د فابریکې د جوړولو لپاره د چین د حکومت او اسلامي امارت ترمنځ خبرې اترې روانې دي. په کهمرد ولسوالۍ کې د حاجي ګک کان د اوسپنې د استخراج چارې روانې دي چې اوس يې ښې پايلې لري.
 
د دواړو لورو د چارواکو په خبره، په نږدې راتلونکي کې به د کهمرد ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د برېښنا د تولید فابریکه پرانېستل شي، چې د حاجي ګک له کان څخه به د اوسپنې د استخراج لپاره کار واخیستل شي.
 
د حاجي ګک کان د تېر حکومت پر مهال څو ځلې داوطلبۍ ته وړاندې شو.
 
اوس د چين حکومت د حاجي ګک د اوسپنې د کان د استخراج لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د دغه برېښناکوټ په جوړېدو سره د اوسپنې د استخراج چارې پيل کړي.
 
د چین د حکومت د هغو استازو په وینا چې بامیان ته یې سفر کړی، دا کان یوازې د افغانستان لپاره نه دی؛ بلکي د اسیا په کچه مهم دی او د استخراج په پیل سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
 
تمه ده چې د برښنا د تولید د دغه فابریکې په جوړیدو سره به د بامیان ولایت لسګونه زره کورنۍ له برښنا برخمنې شي چې لا هم د دغه ولایت د اوسیدونکو لومړنۍ اړتیا بلل کیږي.
 
د باميانو يو شمېر اوسېدونکو د دغه برېښنا بند د جوړېدو هرکلى وکړ او ويې ويل: زموږ هيله دا ده چې د حاجي ګک د اوسپنې کان پرانېستل شي، چې نه يواځې دا چې زرګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي؛ دا د افغانستان په پرمختګ هم مستقیمه اغیزه لري.
 
https://avapress.com/vdcfcvd0vw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته