کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د ۹،۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو کار پیل شو

9 اسد 1401 ساعت 14:05

د لوګر د کرنې رئیس وایي، د دې ولایت د دبرتا سیمې څخه تر برکي راجان بازار پورې د ۹،۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو او پخولو چارې پیل شوې.


آوا: دلوګر ولايت دکرنې رئيس مولوي سيد امين هاشمي د باختر خبری آژانس ته ویلي: چي دغه پروژه دکرنې وزارت له خوا د درې مليونو افغانيو په لګښت پيل شوه.
 
د هغه په ​​وينا، د دې پروژې د کار په ترڅ کې به ٩٠٠ تنو ته به د کار زمينه برابره شي.
 
د ویلو وړ ده؛ چي لوګر که څه هم د کابل له ګاونډیو ولایتونو څخه دی، خو د ناامنیو او پرله پسې جګړو له امله په دغه ولایت کې له تېرو شلو کلونو راهیسې د پام وړ پرمختیايي کارونه نه دي شوي.
 


د مطلب کود: 256397

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256397/په-لوګر-کې-د-۹-۷-کیلومتره-سړک-جغل-اچولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com