دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 256397
په لوګر کې د ۹،۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو کار پیل شو
د لوګر د کرنې رئیس وایي، د دې ولایت د دبرتا سیمې څخه تر برکي راجان بازار پورې د ۹،۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو او پخولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: دلوګر ولايت دکرنې رئيس مولوي سيد امين هاشمي د باختر خبری آژانس ته ویلي: چي دغه پروژه دکرنې وزارت له خوا د درې مليونو افغانيو په لګښت پيل شوه.
 
د هغه په ​​وينا، د دې پروژې د کار په ترڅ کې به ٩٠٠ تنو ته به د کار زمينه برابره شي.
 
د ویلو وړ ده؛ چي لوګر که څه هم د کابل له ګاونډیو ولایتونو څخه دی، خو د ناامنیو او پرله پسې جګړو له امله په دغه ولایت کې له تېرو شلو کلونو راهیسې د پام وړ پرمختیايي کارونه نه دي شوي.
 
https://avapress.com/vdchw-niq23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته