کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین نه غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي

9 اسد 1401 ساعت 14:31

په افغانستان کې د چین سفیر د یو ټویټ په خپرولو سره په افغانستان کې د خپل هېواد د نفوذ د پراخېدو خبر دروغ بللی او ویلي یې دي، هر هغه آوازې چې د چین او افغانستان دوستي کمزورې کوي، بریالۍ به نه شي.


آوا: د چین سفیر وانګ یو نن یکشنبه (اسد ۹) په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوی او نه هم د شخصی ګټو او نفوذ ساحه غواړی.
 
هغه لیکلي: "چین چمتو دی چې د افغانانو د ژوند د ښه والي او د خپلواکې پراختیا لپاره د دغه هېواد د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې له افغانستان سره دوه اړخیزې ګټورې همکارۍ وکړي".
 
په کابل کې د چین سفیر ټینګار وکړ، هر هغه آوازې چې د چین او افغانستان دوستي زیانمنه کړي، بریالۍ به نه شي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له افغانستان څخه د ناټو له وتلو سره په افغانستان کې د چین د نفوذ د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 256402

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256402/چین-نه-غواړي-په-افغانستان-کې-خپل-نفوذ-پراخ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com