دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 256402
چین نه غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي
په افغانستان کې د چین سفیر د یو ټویټ په خپرولو سره په افغانستان کې د خپل هېواد د نفوذ د پراخېدو خبر دروغ بللی او ویلي یې دي، هر هغه آوازې چې د چین او افغانستان دوستي کمزورې کوي، بریالۍ به نه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د چین سفیر وانګ یو نن یکشنبه (اسد ۹) په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوی او نه هم د شخصی ګټو او نفوذ ساحه غواړی.
 
هغه لیکلي: "چین چمتو دی چې د افغانانو د ژوند د ښه والي او د خپلواکې پراختیا لپاره د دغه هېواد د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې له افغانستان سره دوه اړخیزې ګټورې همکارۍ وکړي".
 
په کابل کې د چین سفیر ټینګار وکړ، هر هغه افغان غږ خبری آژانسزې چې د چین او افغانستان دوستي زیانمنه کړي، بریالۍ به نه شي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له افغانستان څخه د ناټو له وتلو سره په افغانستان کې د چین د نفوذ د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdce7p8wwjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته