کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د چین سفارت به پرانستل شي

9 اسد 1401 ساعت 15:08

د چین سفیر په کابل پوهنتون کې د دغه هېواد له خوا د ۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت د جوړ شوي تعلیمي کمپلکس د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د چین سفارت به سبا دوشنبه (اسد ۹) له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په هدف پرانستل شي.


آوا - کابل: نن یکشنبه (اسد ۹) د کابل پوهنتون ښوونیز کمپلکس او اډیټوریم چې د چین هېواد له خوا د ۶۰ میلیونو ډالرو په لګښت د پنځو کلونو لپاره په نړیوال سټنډرډ سیستم جوړ شوی دی. د وان یو په شتون سره؛ په کابل کې د چین سفیر عبدالباقی حقاني؛ د لوړو زده کړو وزیر او یو شمېر استادانو او محصلینو په حضور کې پرانیستل شو.
 
وان یو؛ په کابل کې د چين سفير وويل: د کابل پوهنتون لپاره په ډيزاين شوي دغه تعليمي کمپلکس کې نوي او معياري ډيزاينونه کارول شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چين د زده کوونکو د زده کړي په برخه کې يو له پرمختللو هېوادونو څخه دى او دغه کمپلکس د افغان محصلينو د پرمختګ په موخه جوړ شوى دى.
 
د چین سفیر په دې خبرې سره چې د افغانستان کلتور او دودونو ته درناوی لري وویل: چین یوازینی هیواد دی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
 
هغه وویل چې سبا دوشنبه، د اګست په لومړۍ نیټه به په کابل کې د چین سفارت "د لا زیاتو اقتصادي اړیکو او د هغو اتباعو لپاره چې ویزې غواړي اسانتیاوې" لپاره پرانستل شي.
 
هغه زیاته کړه، په تېرو ۸ میاشتو کې چین په افغانستان کې له زلزله ځپلو، سیلاب ځپلو او بې وزلو سره ډېرې مرستې کړې او دغه مرستې به دوام ولري.
 
ده وويل چې د چين په اقتصادي پلان کې تر زرو زيات پلانونه شته چې له افغانستان، پاکستان، ايران، تاجکستان او ازبکستان سره به د سوداګرۍ، کرنې او انټرنېټ په برخو کې همکاري وکړي.
 
په کابل کې د چین سفیر په دې خبرې سره چې افغانستان اوس مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دی، وویل: موږ له امریکا څخه غواړو چې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلې مرستې وباسي.
 
عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو وزیر هم په دې مراسمو کې وویل: اسلامي امارت د افغانستان د خلکو لپاره ډېر څه کړي او غواړي نور هم وکړي.
 
د هېواد د لوړو زده کړو وزیر دې ته په اشارې سره چې افغانستان له سختو پړاوونو څخه تېر شوی او دا مهال تعلیمي پرمختګ ته اړتیا لري، وویل: افغان استادان د ظرفیتونو لوړولو ته سخته اړتیا لري.
 
حقاني ویلي چې اسلامي امارت هوډ لري چې په افغانستان کې یوه علمي اداره ولري او له نړیوالو تعلیمي موسسو څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې مرسته وکړي.
 
هغه زیاته کړه چې د افغانستان له پوهنې سره ډېرو بنسټونو مرسته کړې ده. ایران او افغانستان هم هڅه کوي چې د زده کړو په برخه کې یو شان شي.
 
هغه په ​​دې خبرې سره چې نړۍ افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی او د یوه کال لپاره یې د افغانستان پیسې بندې کړې دي وویل: د دوی بندیزونه په دې معنا دي چې دوی غواړي افغانستان پرمختګ ونه کړي.
 
د لوړو زده کړو وزیر څرګنده کړه: هغه هیوادونه چې افغانانو ته خواړه، تعلیم او زیربناوې برابروي په حقیقت کې غواړي افغانستان پرمختګ وکړي، لکه چین چې په تیرو وختونو کې یې هم له افغانانو سره مرستې کړي او په راتلونکي کې یې هم د مرستې ژمنه کړې ده.
 
نوموړي دغه راز په کابل پوهنتون کې د ښوونيز کمپلکس د جوړېدو له امله له چين څخه مننه وکړه او د افغانستان خلکو لپاره يې له چين څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
 
په همدې حال کې ګران اسامه؛ د کابل پوهنتون رئیس وویل: دغه ښوونیز کمپلکس په هر ټولګي کې د ۱۵۰ محصلینو په ظرفیت سمبال درسي ټولګي لري.
 
نوموړي دا هم وويل، چې دغه تعليمي کمپلکس دوه تالارونه لري، چې يو يې وړى او بل يې لوى دى، چې په افغانستان کې يې هېڅ ډول ځاى نشته.
 
باید وویل شي چې چین تر اوسه د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. خو د هغه هېواد مرستې په بېلابېلو برخو کې دوام لري. چین د کانونو په ګډون د افغانستان په زیربناوو کې هم پانګونه کوي.
 


د مطلب کود: 256409

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256409/په-کابل-کې-د-چین-سفارت-پرانستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com