دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 256425
د کابل ښاروالۍ له لوري د لوړ تعمیرونو د جوړولو بندیز لغوه شو
کابل ښاروالۍ وايي، د کارموندنې، اقتصادي تحرک او د ښار د معیاري پراختیا په موخه یې د هغو کسانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې د لوړ تعمیرونو د جوړولو اراده لري.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د دې موضوع په اړه ازادي راډيو ته ویلي، هغه کسان چې اوسمهال ځمکې لري او غواړي کور جوړ کړي، کولای شي په اسانۍ سره کابل ښاروالۍ ته راشي او د ملکیتونو د تثبیت له پروسې وروسته که دوی شرعي یا عرفی قباله ولري، د کابل ښاروالۍ اجازه ورکوي چې په دریو ورځو کې خپل کار پیل کړي.
 
خو ښاغلي بارکزي زیاته کړه، هغه کسان چې په تېر حکومت کې یې جوازونه ترلاسه کړي، کولای شي د خپلو جوازونو له مخې خپل کار بیا پیل کړي.
 
هغه زياته کړه، هغه کسان چې په تیر حکومت کې يې جواز اخيستى، خو سرغړونې يې کړې او د کابل ښاروالۍ له معيارونو سره سم يې خپلې چارې نه دي ترسره کړي، دې ادارې ته دې مراجعه وکړي او د بورډ له ټاکلو او څېړنې وروسته دې د تضمين پيسې واخلي.
 
خو یو شمېر هغه کسان چې په ساختماني برخه کې کار کوي د دې مسئلې هرکلی کوي او وايي چې اقتصادي کړکېچ او د ودانیزو توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی چې د جواز ورکولو په صورت کې هم دوی نشي کولای خپل کار پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcj8me8iuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته