کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ځوان تکواندو لوبغاړي د روسیې او قزاقستان سیالانو ته ماتې ورکړه

10 اسد 1401 ساعت 8:47

د هېواد د بدني روزنې او سپورت ریاست وايي، آزاد بیک نوروزي؛ د تکواندو افغان لوبغاړي د اسيا د ماشومانو د تکواندو په سياليو کې خپلو روسي او قزاقستاني سيالانو ته ماتې ورکړه او د دې سياليو پايلوبې ته ورسېد.


آوا: د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې آزادبیک نوروزي د ماشومانو د اسیا د تکواندو د سیالیو په اووم پړاو کې خپلې درې لوبې د یوې قزاقستاني او دوو روسي سیالانو په وړاندې وګټلې او د دې سیالیو پای لوبې ته ورسید.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ دوه ورځې مخکې د روسيې په ولاديوستوک ښار کې پيل شوې وې.
 
په دې سیالیو کې د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی، چې ښايي تر راتلونکې اوونۍ دوام وکړي.
 


د مطلب کود: 256426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256426/د-افغانستان-ځوان-تکواندو-لوبغاړي-روسیې-او-قزاقستان-سیالانو-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com