دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 256426
د افغانستان ځوان تکواندو لوبغاړي د روسیې او قزاقستان سیالانو ته ماتې ورکړه
د هېواد د بدني روزنې او سپورت ریاست وايي، آزاد بیک نوروزي؛ د تکواندو افغان لوبغاړي د اسيا د ماشومانو د تکواندو په سياليو کې خپلو روسي او قزاقستاني سيالانو ته ماتې ورکړه او د دې سياليو پايلوبې ته ورسېد.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې آزادبیک نوروزي د ماشومانو د اسیا د تکواندو د سیالیو په اووم پړاو کې خپلې درې لوبې د یوې قزاقستاني او دوو روسي سیالانو په وړاندې وګټلې او د دې سیالیو پای لوبې ته ورسید.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ دوه ورځې مخکې د روسيې په ولاديوستوک ښار کې پيل شوې وې.
 
په دې سیالیو کې د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی، چې ښايي تر راتلونکې اوونۍ دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcauinui49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته