کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کیرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د سفارت نوې شارژدافیر وټاکل شو

10 اسد 1401 ساعت 9:17

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د پخواني شارژدافیر مک کري د څرګندونو له مخې، له دې وروسته به کیرن ډیکر خپلې دندې ته دوام ورکوي او د دغه سفارت د نوي شارژدافیر په توګه به خپل فعالیت پیل کړي.


آوا: کیرن ډیکر تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا د مرستیال سفیر په توګه کار کړی او ویل کیږي چې د شخړو او کړکیچ په هواري کې تخصص لري.
 
په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانی شارژدافیر مک کري د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې په دې دنده بوخت دی. د اسلامي امارت له تاسیس وروسته دغه سفارت قطر ته انتقال شو او هلته فعالیت کوي.
 
نوموړي پرون ماښام (یکشنبه، د اسد ۹مه) په خپل ټوېټر لیکلي چې د تېر کال په اوږدو کې یې په هېواد کې دننه او بهر له ډېرو افغانانو سره کار کړی دی. خو زه اوس هم د ډیرو "ننګونو څخه چې افغانستان ورسره مخامخ دی" عاجز یم.
 
مک کري زیاته کړه چې په تېر کال کې یې په دوحه کې له اسلامي امارت سره د مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې کړي او امریکايي اتباعو، دایمي اوسیدونکو او نورو ته یې پراخ قونسلګري خدمات وړاندې کړي دي.
 
دغه امریکايي چارواکي ویلي دي چې هیواد به یې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه له ملګرو ملتونو او خپلو نړیوالو شریکانو سره همغږي وکړي.
 
د هغه په ​​وینا، امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې له افغانستان سره له ۷۷۵ میلیونو ډالرو ډېرې بشري مرستې کړې دي.
 
مک کري دغه راز زیاته کړې، چې متحده ایالات د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت د دریځ په دوام او د رسنیو د آزادۍ د خرابوالي او د ښځو پر حقونو د محدودیتونو د لګولو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو د معتبرو راپورونو له امله ډېر خواشینی دی.
 
هغه لیکلي: "موږ به له اسلامي امارت سره د خپلو ژمنو حساب ته ادامه ورکړو، ترڅو افغانستان د داعش خراسان څانګې او د القاعدې ډلې په ګډون د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي."
 
مک کري ټینګار کړی، که اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې له خوا د منلو هیله لري، باید د ټولو افغانانو نظریاتو ته غوږ ونیسي او درناوی یې وکړي.
 
هغه زیاته کړه چې د کیرن ډیکر په مشرۍ به د افغانستان له خلکو سره د امریکا ژمنې کمزورې نه شي.
 


د مطلب کود: 256429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256429/کیرن-ډیکر-په-افغانستان-کې-د-امریکا-سفارت-نوې-شارژدافیر-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com