کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت د "حکومت ملت ته د حساب ورکونې" پروسه پیل کړه

10 اسد 1401 ساعت 11:29

د "اسلامي امارت" مسئولین وايي، چې د "ولس ته د حکومت د حساب ورکولو" بهیر نن (دوشنبه، د اسد ۱۰) پیل شوی او تر بله میاشت به دوام وکړي.


آوا - کابل: نعیم وردګ؛ په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دا بهیر د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۰) پیل شوی او تر ۳۰ نورو ورځو به دوام وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې په دې موده کې به شاوخوا ٥٠ دولتي ادارې خپلې وروستۍ يوه کلنې لاسته راوړنې او فعالیتونه له خلکو سره شريک کړي.
 
د اسلامي امارت د رسنیو مرکز له مسؤلینو څخه هم غوښتي چې د خپل تیر یو کال د فعالیتونو لنډیز له مخکې له مخکې له ټاکل شوي وخت سره سم له رسنیو سره شریک کړي.
 
د اقتصاد وزارت لومړنی دولتي څانګه ده چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو او خلکو سره شریکوي.
 
ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروسه ۱۶ کاله وړاندې د هغه مهال د ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنسټ پیل شوه او له مخې یې دولتي ادارې خپلې کلنۍ دندې له رسنیو سره شریکوي.
 


د مطلب کود: 256439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256439/حکومت-د-ملت-ته-حساب-ورکونې-پروسه-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com